فلسطین د ټرمپ د سولې پلان رد کړ
د فلسطین ولسمشر محمود عباس د فلسطین په اړه د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ د سولې پلان رد کړ.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس د فلسطین په اړه د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ د سولې پلان رد کړ.
محمود عباس دا څرګندونې د فلسطین د ازادۍ د سازمان د مرکزي شورا په غونډه کې وکړې .
هغه وویل چې د فلسطین په اړه د دونالد ټرمپ د سولې پلان نه منو .
هغه زیاته کړه هغه چا چې د فلسطین پلازمینه بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندلی وي د هغه د سولې پلان هم مونږ نه منو.
هغه وویل چې زمونږ لپاره د ټرمپ د سلو کلونو په نامه د سولې پلان د منلو وړ ندی.
مونږ پدې برخه کې د هیچا د امر لاندې نه یو. فلسطین دا پلان په هیڅډول نه مني.
د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د سلو کلونو د پلان په نامه د اسراییلو او فلسطین د سولې لپاره یو پلان جوړ کړی . امریکا دا پلان د سعودي عربستان د ولیهعد شهزاده محمد بن سلمان په واسطه فلسطیني چارواکیو ته رسولی وو.
فسلطین د ازادۍ سازمان د اجراییوي شورا غړي ددینه مخکې هم ویلي وو چې دا پلان ددوې لپاره په هیڅډول د منلو وړ ندی. ځکه چې دا پلان په اصل کې د فلسطین د تصفیه کولو پلان دی. خو داځل د فلسطین ولسمشر محمود عباس دا پلان په کلکه توګه رد کړ او وویل چې دا پلان ددوې لپاره د منلو وړ ندی.