د هند – اسراييلو د اړيكو په ډګر كې نوى پيل
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو هندوستان د يو رسمي سفر په ترڅ كې ددې هېواد د لومړي وزير نارېندرا مودي سره ليدنه وكړه.
888941
ويل كيږي چې نتانياهو هڅه كوي چې ددې ليدنې پرمهال پر هندوستان باندې د ۵۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت توغندي وپلوري.
د هارتز ورځپاڼه چې په اسراييلو كې خپريږي پدې اړه ليكلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د توغنديو د خرڅلاو په اړه پخوا تړون لاسليك شوى و خو هندوستان دا تړون په يو اړخيز ډول لغوه كړى و.
نتانياهو د هند – اسراييلو ترمېنځ د اړيكو د پيل د ۲۵مې كليزې د لمانځلو په موخه نوموړي هېواد ته سفر كړى دى. نتانياهو هڅه كوي چې د توغنديو د خرڅلاو تړون بېرته را ژوندى كړي.
پدې لړ كې د اسراييلو د ملي امنيت مشاور مېر بن شابات د خپل هندي سيال آجيټ كمار ډووال سره هم ليدنه وكړه.
هندي چارواكو پخوا اندېښنه ښودلې وه چې دا تړون به په هېواد كې دننه د توغنديو د توليد بهير ته زيان ورسوي.
هندي مقاماتو ددې تړون د عاقبت په اړه څه نه دي ويلي.