پر سعودي باندې د توغنديو بريد
د سعودي عربستان نظامي چارواكو اعلان وكړ چې د يمن له خاورې پرې د باليستيكي توغندي بريد شوى دى.
882663
د يمن په جګړه كې د نړيوال ايتلاف قوماندانۍ چې مشري يې د سعودي عربستان پر غاړه ده، د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده كړه چې د يمن له خاورې پر سعودي عربستان باندې د باليستيكي توغندي بريد شوى دى.
دا توغندى د سعودي د هوايي دفاعي سيستم په واسطه ددې هېواد د نجران په ښار كې شنډ شوى دى.
ددې ايتلاف وياند ډګروال تركي المالكي څرګنده كړه چې دا توغندى په ځايي وخت د سهار په ۷ بجو د يمن له خاورې توغول شوى وو چې د سعودي لخوا شنډ شو.
دا توغندى د سعودي عربستان د پاټريوټ د توغنديو د دفاعي سيستم لخوا په هوا كې ويشتل شوى او شنډ شوى دى.
وياند ددې توغندي پړه په يمن كې د حوثي ملېشو پر ملاتړ كوونكي هېواد ايران باندې واچوله.
ايراني چارواكو تر اوسه پورې پدې اړه څه نه دي ويلي.