داعش دا ځل د حماس پر وړاندې جهاد اعلان كړ!
د داعش ترهګرې ډلې په يوې نوې وېډيو كې يو تن چې د دوى په وينا د حماس غړى و، د وژلو پر مهال ددې ډلې سره خپله جګړه اعلان كړه.
881986
په امريكا كې د واشنګټن پوسټ د خبر پر اساس د مصر د سينا په شبه جزيره كې د داعش څانګې د فلسطين د حماس د ډلې پر وړاندې جهاد اعلان كړ. په هغې ۲۲ دقيقه ايي ويډيو چې د دوى لخوا خپره شوې ده، راغلي دي چې حماس د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغې پرېكړې مخه چې د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار په رسميت وپېژندلو، ونشواى نيولى. په ويډيو كې هغه تصويرونو ته هم ځاى وركړل شوى دى چې په غزه كې د حماس لخوا د داعش د غړو د نيولو پر مهال ثبت شوي دي.
په ويډيو كې پر حماس غږ شوى دى چې د لوېديځ پلوي دې نه كوي.
داعش په خپلو پلويانو غږ كړى دى چې د چاوېدونكو موادو، وسلو، بمونو او نورو وسايلو سره د حماس پر غړو او دفترونو باندې بريدونه وكړي.
د ويډيو په پاى كې هغه تن وژل كيږي چې ګويا د حماس د نظامي څانګې غړيتوب يې درلود.