د مصر د الاریش په ښار کې په پوځیانو خونړی برید وکړ.
په مصر کې په پوځیانو خونړی برید وشو
د مصر د الاریش په ښار کې په پوځیانو خونړی برید وکړ.
د اناتولیا خبري اژانس د خبر له مخې پدې برید کې د یو ډګروال او یو تن ډګرمن په ګډون ۷ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د مصر په شمال کې د سینا د ولایت په مرکز الاریش کې د پوځیانو په موټرو وسله وال برید وشو.
په برید کې د دوو تنو افسرانو په ګډون ۷ تنه مړه او ګن شمیر سرتیري ټپیان شوي دي.
د الاریش ښار د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې برید د الاریش په لویه لاره کې د یوې وسله والې ډلې لخوا شوی دی . برید کوونکو لومړی د پوځیانو په موټرو د ار پي جي راکټ برید وکړ او وروسته يي په ډزو پيل وکړ.
په برید کې دوه تنه جګپوړي افسران او ۵ تنه سرتیري مړه او ګن شمیر نور سرتیري ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې د مصر د الاریش په سیمه کې وخت نا وخته په امنیتي ځواکونو وسله وال بریدونه کیږي.
د بله پلوه یو څه موده مخکې ادعا شوې وه چې د عراق او سوریې نه تښتیدلي ډیری داعشیان د مصر په شمال کې د الاریش په سیمه کې ځای په ځای شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.