اسراییل غواړي چې فلسطینیانو ته د اعدام جزا په اړه قانون تصویب کړي.
اسراییلو د فلسطین په اړه یو بل ډیر پارونکی ګام اوچت کړ
اسراییل غواړي چې فلسطینیانو ته د اعدام جزا په اړه قانون تصویب کړي.
د اسراییلو د دفاع وزیر اویګدور لیبرمن وویل چې پارلمان ته فلسطینیانو ته د اعدام د جزا په خاطر د قانون مسوده وړاندې شوې ده .
پارلمان به د چارشنبې په ورځ پدې مسودې رای اچونه وکړي.
لیبرمن دا څرګندونې د اسراییلو د تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.
هغه وویل اسراییل غواړي چې هغه فلسطینیانو ته چې د اسراییلو د اهدافو او ګټو پر خلاف عمل او بریدونه کوي د اعدام جزا ورکړي. پدې اړه د قانون مسوده جوړه او پارلمان ته وړانډې شوې ده .
پارلمان به د چارشنبې په ورځ پدې مسودې په عمومي مجلس کې رای اچونه وکړي.
هغه وویل چې دا ډول قانون په امریکا کې هم شتون لري. د همدې امله اسراییلو پریکړه کړې ده چې د نړۍ تر ټولو د قوي ډیموکراتیک ساختار خاوند امریکا لار تعقیب کړي.
هغه زیاته کړه چې هر فلسطیني چې زنداني کیږي هغه خپل سازمانونه او ډلې د زندانیانو د تبادلې په خاطر د اسراییلي سرتیرو او ملکي وګړو تښتولو ته هڅوي.
د ویلو ده چې د اسراییلو د پارلمان لخوا د نوموړې مسودې د تصویب په خاطر باید ۳ ځلې د رای اچونې نه تیر شي.
د اسراییلو د جزا په قانون کې اعدام شتون نلري. د اسراییلو د جزا په قانون کې تر سلو ډیرو کلونو د بند شتون لري.