د بیت المقدس او فلسطین په مسله کې د ولسمشر اردوغان چلند او غبرګون د اسراییلو نه خوب تښتولی

د اسراییلو پارلمان د بیت المقدس په اړه د ولسمشر اردوغان په تند غبرګون غور وکړ

872695
د بیت المقدس او فلسطین په مسله کې د ولسمشر اردوغان چلند او غبرګون د اسراییلو نه خوب تښتولی

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندونو  نه وروسته  د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د بیت المقدس او فلسطین نه کلک ملاتړ  او  پدې اړه  ډیر سخت غبرګون  د اسراییلو په پارلمان کې د غور لاندې ونیول شول..

د لیکود د ګوند  افراطي  وکیل  یهودا ګلیک  او بعضو  نورو ښي اړخه افراطي  وکیلانو د بیت المقدس په اړه د تند  غبرګون  او په اسراییلو د سختو نیوکو له امله  ولسمشر اردوغان ته د جزا ورکولو غوښتنه وکړه. ددې په مقابل کې  د اسراییلو په پارلمان کې فلسطیني الاصله عرب وکیل  احمد الطیب  ډیر سخت غبرګون وښود.

دا لومړی ځل دی چې  یو ولسمشر  او هیواد  د اسراییلو په مقابل کې پدې اندازه  جبهه نیسي  او سخت غبرګون ښايي. دا لومړی ځل دی چې  یو ولسمشر د اسراییلو د حکومت نه د ترهګري دولت  او د هغو د کړنو د ترهګرۍ په توګه یادونه کوي. دې مسلې  د اسراییلو خوب تښتولی دی. 

احمد الطیب  پدې اړه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  « ښي اړخه افراطي  وکیلانو  د بیت المقدس  په مسله کې  د ډیر سخت غبرګون او د اسراییلو په حکومت د ډیرو سختو نیوکو له امله  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  ته  د جزا ورکولو غوښتنه وکړه. ښه اړخه افراطي  وکیلانو ویلي دي چې  ولسمشر اردوغان د اسراییلو په حاکمیت کې مداخله کړې ده .

الطیب په خپور کړي پیغام کې  د بیت المقدس او فلسطین د مسلې په اړه د ولسمشر اردوغان  د غوره کړي چلند نه  د باشرفه ، میړانه  او غیور  چلند په توګه یادونه کړې او  ستاینه ترینه کړې ده .

هغه ویلي دي چې  بیت المقدس په مسله کې د ټرمپ پر خلاف د ترکیې د ولسمشر دریځ  او اقدامات  په واقعیت سره  چې  د تحسین  او ستایلو وړ دي. ټوله اسلامي نړۍ  د بیت المقدس او فلسطین په مسله کې باید  د ولسمشر اردوغان په څیر  غبرګون وښايي او چلند وکړي.

هغه ویلي دي چې  بیت المقدس د فلسطین د دولت  پلازمینه ده او په همدې شان به دوام وکړي.

هغه زیاته کړې ده چې  نن ورځ  د اسراییلو په پارلمان کې  د ترکیې په ولسمشر نیوکې  په اصل کې  د بیت المقدس او فلسطین په برخه کې د ترکیې  غوڅ  او قوي چلند او سیاستونه دي. د ترکیې دا ډول دریځ  د تاریخي حقایقو  پر بڼسټ  ولاړ  دی.

همداشان  د اسراییلو په پارلمان کې د ولسمشر اردوغان پر خلاف د غبرګونونو اصلي لامل  د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د مشر په توګه د اسلامي امت  راټول  او  په صحیح  وخت کې  صحیح  حمله ده. هغه ویلي دي چې بیت المقدس  زمونږ  د ټولو  د سر تاج  دی  او لکه څرنګه چې د ټرمپ  د پریکړې نه مخکې د فلسطین  پلازمینه وه  ددې پریکړې نه وروسته به هم  د پلازمینې په توګه پاتې شي.   



اړوند خبرونه