د بيت المقدس په اړه د تركيې يو بل تاريخي ګام

د امريكا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د په رسميت پېژندلو د پرېكړې نه وروسته تركيې هم متقابل ګام پورته كړ.

868721
د بيت المقدس په اړه د تركيې يو بل تاريخي ګام

 

د تركيې د بهرنيو چارو د وزارت په رسمي وېبپاڼه كې د فلسطين په اړه برخه كې راغلي دي چې `` ختيځ بيت المقدس د فلسطين رسمي پلازمېنه ده.``

پدې  اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د دسمبر د مياشتې په ۱۳مه نېټه د اسلامي همكاريو د سازمان په فوق العاده غونډه كې چې د تركيې په كوربه توب ترسره شوه، ختيځ بيت المقدس د فلسطين د رسمي پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژندل شو.

تركيې په يو بېساري اقدام كې نن د بهرنيو چارو د وزارت په رسمي وېبپاڼه كې د فلسطين په برخه كې ختيځ بيت المقدس ددې هېواد د رسمي پلازمېنې په توګه وپېژندلو.

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اسلامي همكاريو د سازمان په فوق العاده غونډه كې پر ټولو خواو غږ كړى و، چې ختيځ بيت المقدس د فلسطين د رسمي پلازمېنې په توګه وپېژني.



اړوند خبرونه