بلاخره سعودي هم د بيت المقدس په اړه غبرګون وښود.

د امريكا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د پېژندلو پر وړاندې سعودي عربستان له اوږد ځنډ وروسته يوه اعلاميه خپره كړه.

867910

سعودي پادشاه سلمان بن عبدالعزيز وويل چې `` سعودي كورنۍ د بيت المقدس په اړه د امريكا پرېكړه غندي او له دې امله خواشينى دى.``

د سعودي عربستان پادشاه چې ددې هېواد د شورا په غونډه كې خبرې كولې وويل چې سعودي سلطنت هغه فعاليتونه غندي چې د خليج د هېوادونو په كورنيو چارو كې لاسوهنه كوي او د مذهبي فتنې اور بلوي. د سيمه ايز ثبات پر وړاندې د خطرونو سره د مبارزې په موخه به د متفقو هېوادونو سره په ګډه كار وكړي.

سلمان د بيت المقدس موضوع ته په اشارې سره وويل چې دا پرېكړه د فلسطين د تاريخي حقونو پر وړاندې لويه جفا ده.  د نوموړي په وينا فلسطين د سيمه ايزو ستونزو د آواري په موخه د اجندا په سر كې ځاى لري. پدې برخه كې د فلسطينيانو د حقونو د ترلاسه كولو او د داسې دولت د رامنځته كولو په موخه چې پلازمېنه يې ختيځ بيت المقدس وي، كار كوي

اړوند خبرونه