د بيت المقدس په اړه د اسراييلو نوې پرېكړه

په داسې حال كې چې د امريكا لخوا د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د پېژندلو له امله په ټوله نړۍ كې غبرګونونه روان دي، اسراييلو ددې پرېكړې د عملي كېدلو په موخه چټك ګام پورته كړ.

864548

اسراييلي مقاماتو پرېكړه وكړه چې د بيت المقدس په ښار كې چې د دوى تر يرغل لاندې دى د يهودانو لپاره ۷۰۰۰ نوي كورونه جوړ كړي.

د اسراييلي خبري رسنيو د معلوماتو پر اساس دا پرېكړه د ټرمپ لخوا د بيت المقدس د پرېكړې د هركلي په موخه شوې ده تر څو په اشغال شوې سيمه كې خپله بقا نوره هم ژوره كړي.

د اسراييلو د كورونو د جوړولو د وزارت د معلوماتو پر اساس په بيت المقدس كې به د يهودانو لپاره ۱۴ زره كورونه جوړ شي ۷ زره به يې د ختيځ بيت المقدس په سيمه كې وي چې په اصل كې د فلسطينيانو پورې اړه لري.

اوسمهال په ختيځ بيت المقدس كې شاوخوا ۲۲۰ زره يهودان په غير قانوني توګه اوسيږي.  

اړوند خبرونه