د بيت المقدس په اړه د روسيې غبرګون

روسيې د لومړي ځل لپاره د ترمپ لخوا د بيت المقدس د ښار په اړه پر جنجالي پرېكړې غبرګون وښود.

863717
د بيت المقدس په اړه د روسيې غبرګون

 

 

د كرملين د ماڼۍ د وياند ديميتري پېسكوف څرګنده كړه د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د په رسميت پېژندلو سره به په سيمه كې حالات نور هم ترينګلي شي.

د بله پلوه د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د اسراييلو – فلسطين ترمېنځ د خبرو اترو په ترڅ كې دې د ملګرو ملتونو اساساتو ته درناوى وشي.

په اعلاميه كې ټينګار شوى دى چې دا حالت به  اسراييلو – فلسطين ترمېنځ روان كړكېچ نور هم ژور كړي. روسيه ددې پرېكړې له امله سخته اندېښمنه ده.

روسيه ټينګار كوي چې ختيځ بيت المقدس به په راتلونكې كې د جوړېدونكي فلسطيني دولت رسمي پلازمېنه وي.

په اعلاميه كې پر دواړو خواو غږ شوى دى چې د داسې اقداماتو نه دې ډډه وكړي چې په راتلونكې كې ستونزې رامنځته كوي.



اړوند خبرونه