فلسطین د امریکا متحده ایالتونو سره خپلې ټولې اړیکي وشلولې.
فلسطین د امریکا فشارونو ته غاړه کینښوده
فلسطین د امریکا متحده ایالتونو سره خپلې ټولې اړیکي وشلولې.
د امریکا متحده ایالتونو په پلازمینه واشنګټن کې د فلسطین د ازادۍ سازمان د فعالیت د اجازې د مودې د نه غځولو په غبرګون کې فلسطین د امریکا سره خپلې ټولې اړیکي وشلولې.
د فلسطین د ادارې یو تن جګپوړي چارواکي د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې امریکا په واشنګټن کې د فلسطین د ازادۍ سازمان دفتر د فعالیت د اجازې د نه غځولو په غبرګون کې د نوموړي هیواد سره خپلې اړیکې په کامله توګه پرې کړې.
د ویلو ده چې امریکا متحده ایالتونو یو څه موده مخکې فلسطین خبرداری ورکړی وو « د جزا په نړۍواله محکمه کې د اسراییلو پر خلاف د کړي شکایت نه د نه تیریدو او د اسراییلو سره په مخامخ توګه په مذاکراتو د نه ګډون په صورت کې به په واشنګټن کې د فلسطین د ازادۍ د سازمان د دفتر د فعالیت اجازه نامه لغوه کړي او ددینه وروسته به يي ونه غځوي. »
د امریکا ددې خبرداري په مقابل کې بیا په واشنګټن کې د فلسطین د ازادۍ د سازمان عمومي سکرتر هم خبرداری ورکړی وو چې د واشنګټن لخوا ددوې د دفتر د فعالیت د اجازې د نه غځولو په صورت کې به فلسطین د امریکا ته ټولې اړیکي وشلوي.
د ویلو ده چې فلسطین په ۲۰۱۵ کال کې د جزا د نړۍوالې محکمې غړیتوب ترلاسه کړ او سمدلاسه يي په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴ کلونو کې د اسراییلو لخوا په غزې د ترسره شوو بریدونو په ترڅ کې د ترسره کړو جنګي جنایتونو او د بشري حقونو د تیریو د څیړولو غوښتنه کړې وه.
د جزا نړۍوالې محکمې ته د اسراییلو پر خلاف د فلسطین شکایت کولو د اسراییلو سربیره د امریکا غبرګون هم پارولی دی. امریکا په فلسطین فشار راوستی تر څو ددې شکایت نه لاس په سر شي.