د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نه د شپږم ځل لپاره تحقیقات وشو.
د اسراییلو پولیسو یو ځل بیا د لومړي وزیر نتنیاهو نه تحقیقات وکړل
د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نه د شپږم ځل لپاره تحقیقات وشو.
د اسراییلو پولیسو لومړی وزیر نتنیاهو د شپږم ځل لپاره وڅیړه.
د نتنیاهو نه چې اداري فساد او بډو د دعوا په چوکاټ کې پولیسو د شپږم ځل لپاره څیړنې وکړې .
د اسراییلو پولیسو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د لومړي وزیر نتیاهو نه په بیت القدس کې د هغه په کاري دفتر کې د څو ساعتونو لپاره تحقیقات وشو.
پداسې حال کې چې د اسراییلو پولیسو د تحقیقاتو د مودې په اړه دقیق معلومات ندي ورکړي خو د یاد شوي هیواد خبري رسنیو ته ویلي دي چې پولیسو د نتنیاهو نه ۴ ساعته تحقیقات کړي دي.
د اسراییلو لومړي وزیر تحقیقاتو نه وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې پیغام خپور کړ. هغه یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې په تحقیقاتو کې به هیڅ شی ترلاسه نکړي ځکه چې دی بیګناه دی.
د ویلو ده چې د اسراییلو پولیسو تیره اوونۍ هم د نتنیاهو نه د هغه په کور کې تحقیقات کړي وو. پولیسو ددې دعوا په چوکاټ کې د لومړي وزیر نتنیاهو میرمن سارا نتنیاهو نه هم تحقیقات کړي دي.
د اسراییلو لومړی وزیر نتنیاهو د سوداګرو نه د رشوت په اخیستو ، د جرمني نه د تحت البحري کښتیو د اخیستو په قرارداد کې درغلۍ په کولو او د ځینو خبري ارګانونو نه ددې په ګټه د تبلیغاتو کولو په غوښتنې تورن دی.
نتنیاهو دا ټول تورونه رد کړي او د هیواد ځیني خبري رسنۍ يي د لیکود ګوند او ددې حکومت د ړنګولو په خاطر په هلو ځلو کولو تورنې کړي دي.
ویل کیږي که چیرې په نتنیاهو لګیدلي تورونه په اثبات ورسیږي کیدای شي چې له دندې استعفا ورکړي.