په عربستان كې د چورلكې سقوط
په سعودي عربستان كې يوه ملكي چورلكه چې ددې هېواد د يو شهزاده سربېره يو شمېر نور چارواكي هم پكې سپاره ول، لوېدلې ده. په پېښه ټوله سپرلۍ وژل شوې ده.
842020
په سعودي عربستان كې يوه ملكي چورلكه چې ددې هېواد د يو شهزاده سربېره يو شمېر نور چارواكي هم پكې سپاره ول، لوېدلې ده. په پېښه ټوله سپرلۍ وژل شوې ده.
د سعودي د ټلوېزيون د خبر پر اساس دا پېښه د ابحه په سيمه كې پېښه شوې ده. په چورلكه كې شهزاده منصور بن مكرم او يو شمېر چارواكي سپاره ول.
د لومړنيو څرګندونو له مخې چورلكه د هوا د ناسمو حالاتو په پايله كې لوېدلې ده.