بحرین  د خلیج د همکاریو په شورا کې د قطر د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړه.

بحرین : د خلیج د همکاریو په شورا کې د قطر غړیتوب باید وځنډول شي

836533
بحرین  د خلیج د همکاریو په شورا کې د قطر د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړه.

بحرین  د خلیج د همکاریو په شورا کې د قطر د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړه.

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر الخلیفه  د خلیج د همکاریو د شورا نه  د قطر د غړیتوب د ځنډولو  غوښتنه وکړه. هغه  وویل د قطر  غړیتوب تر هغه وخته باید وځنډول شي تر کومه  چې  ددوې  غوښتنو ته  غاړه کیږدي.

هغه  د ټولنیزې مډیا لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  د خلیج د همکاریو شورا باید  تر هغه وخته  د قطر  غړیتوب وځنډوي  تر کومه چې دې هیواد د سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو غوښتنو ته ځواب ورکړي.

هغه ویلي دي که چیرې  د قطر  غړیتوب نه ځنډول کیږي  پس غوره  ده چې د دې شورا نه  قطر په کامله توګه وویستل شي.

هغه ویلي دي چې  قطر  د خلیج د همکاریو د شورا په د مشرانو په سرمشریزه کې هم ګډون نکوي. همداشان  قطر د هرې ورځې په تیریدو سره  ایران ته  لا نږدې کیږي . هغه  قطر  سیمې ته  د بهرنیو جنګیالیو په استولو تورن کړ او وویل چې قطر د  خلیج د همکاریو شورا د غړیو لپاره ګواښ جوړوي.

د یادولو وړ ده چې  د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج بعضو هیوادونو  د روان میلادي کال د جولای د میاشتې په دریمه نیټه  قطر  ددوې په کورنیو چارو کې په مداخلې او د ترهګرو ډلو نه په ملاتړ تورن کړ. سعودي عربستان،بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو  د قطر سره  خپلې ټولې اړیکې وشلولې  .



اړوند خبرونه