قطر او روسیې  د عسکري همکاریو پریکړه وکړه.

د روسیې د دفاع وزیر د قطر نه لیدنه وکړه

834426
قطر او روسیې  د عسکري همکاریو پریکړه وکړه.

قطر او روسیې  د عسکري همکاریو پریکړه وکړه.

د قطر د دفاع وزارت د مطبوعاتي مرکز لخوا د خبرې شوې خبرپاڼې  له مخې  د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو  چې د رسمي سفر په ترڅ کې قطر ته تللی دی  د نوموړي هیواد  د دفاع وزیر خالد بن محمد العاطیه سره  په پلازمینه  دوحه کې لیدنه وکړه.

په لیدنه کې  ددواړه اړخیزو اړیکو، په عسکري او دفاعي برخو کې د همکاریو د کچې د لا لوړولو او د خلیج او سوریې  په وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې  د روسیې او قطر د دفاع وزیرانو پدې لیدنه کې  په عسکري برخو کې د تخنیکي همکاریو تړون، د هوايي دفاعي سیستم  په برخه کې  مطابقت او عسکري توکو د رانیولو  په برخه کې  قانوني  تړون  لاسلیک کړل.

همداشان د قطر شیخ  تمیم بن حمد الثاني  د روسیې د دفاع  ویر د البحر په ماڼۍ کې  حضور ته قبول کړ.

پدې لیدنه کې هم  د دوه اړخیزو همکاریو، عسکري برخه کې د همکاریو د قوي کولو او د سیمې او نړۍ په وروستیو پيښو او پرمختګونو خبرې وشوې.

د ویلو ده چې  سرګي شویګو  د روسیې لومړنی  د دفاع وزیر  دی چې  د قطر نه لیدنه کوي.

روسیې د دفاع وزیر  پداسې حال کې د قطر نه لیدنه وکړه چې د قطر او خلیج د بعضو هیوادونو سعودي عربستان، مصر، بحرین ، متحده عربي اماراتو ترمنځه  بحران دوام لري.

د خلیج یادو شوو هیوادونو  د روان کال د جولای په میاشت کې قطر د ترهګرو ډولو نه په ملاتړ او ددوې په کورنیو چارو کې د مداخلې په تور تورن کړ او اړیکې ورسره پرې کړې.


پيوندونه: #قطر , #روسیه , #همکاري

اړوند خبرونه