د عراق حکومت بالاخره د هیواد په شمال کې د فدرالي ادارې پر خلاف پوځي ګام اوچت کړ.
د عراق د پوځ او پيشمرګه ځواکونو ترمنځه نښته پیل شوه
د عراق حکومت بالاخره د هیواد په شمال کې د فدرالي ادارې پر خلاف پوځي ګام اوچت کړ.
د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې امنیتي اژانس د عراق پوځ په کرکوک ښار کې د پيشمرګه ځواکونو نه د تیلو د کوهیانو او عسکري هډو د نیولو په خاطر په عملیاتو د پیلولو نه خبر ورکړ.
د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې امنیتي اژانس ویلي دي چې عراقي ځواکونه د حشد شابي ځواکونو سره یو ځای د کرکوک په سویل کې د تازه خورماتو د سیمې نه په حرکت پيل وکړ.
په خبر کې راغلي دي چې د عراقي ځواکونو هدف د کرکوک ښار ته ننوتل او پدې ښار کې د پیشمرګه ځواکونو تر کنټرول لاندې د ک یو عسکري هډې او د نفتو د کوهیانو نیول دي.
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي وسله والو ځواکونو ته په کرکوک کې د ټولو قومونو د امنیت د نیولو امر ورکړ.
عبادي د کرکوک ښار د امنیت د ټینګولو په برخه کې د ښار د اوسیدونکو او پیشمرګه ځواکونو نه د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بله پلوه د کوکوک ښار په سویل کې د عراقي ځواکونو او پیشمرګه ځواکونو ترمنځه د نښتې د پيلیدو نه هم خبر ورکړ شوی دی .
ویل کیږي عراقي ځواکونو چې کله د کرکوک ښار د مرکز پر لورې حرکت وکړ د تازه خورماتو په سیمه کې د پیشمرګه ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول.
د پیشمرګه ځواکونو د قومندانانو نه ډګروال سالار تیمور خبري رسنیو ته ویلي دي چې عراقي ځواکونو د کرکوک ښار د مرکز پر لورې د حرکت کولو پر مهال د حشد شابي سره یو ځای ددوې په مرکزونو وسله وال بریدونه کړي دي.
هغه ویلي دي چې پيشمرګه ځواکونو په ځوابي بریدونو پيل کړی دی چې نښته دوام لري.
همداشان د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې د مشر مسعودي برزاني سلاکار هیمین هاورامي بیا ویلي دي چې پيشمرګه ځواکونو د حشد شابي ۴ زغروالې موټرې سوځولي او د کرکوک د ښار پر لورې د عراقي ځواکونو پرمختګ مخه نیولې ده .
همداشان د کرکوک د ښار والي چې د مرکزي حکومت لخوا له دندې هم ګوښه شوی دی ویلي دي چې کرکوک ښار به مرکزي حکومت ته تسلیم نکړي. هغه په خلکو د مرکزي حکومت د ځواکونو پر خلاف د مقامت په خاطر لارو او سړکانو ته د په راوتو غږ کړی دی .