پر امريكا باندې د روسيې د جاسوسۍ تور
د روسيې د دفاع وزارت پر امريكايي چارواكو تور ولګولو چې په سوريه كې ترهګرو ته جاسوسي كوي.
ددې هېواد د دفاع د وزارت وياند ايګور كوناشينكوف نن په يوې خبري غونډه كې وويل چې د امريكا متحده ايالتونه په سوريه كې ترهګرو ته استخبارات وركوي.
د كوناشينكوف په وينا په سوريه كې د امريكا د متحدو ايالتونو تر كنترول لاندې سيمو نه د داعش ترهګرې ډلې د بشار اسد اړوند ځواكونو باندې بريدونه كوي چې ګمان كيږي پدې اړه استخبارات ورته امريكا وركوي.
نوموړى وايي چې ترهګر په سوريه كې د دولتي ځواكونو د هډو په اړه كره معلومات لري. ترهګر يواځې كولاى شي چې د هوايي استخباراتو له لارې دا ډول معلومات ترلاسه كړي. دا معلومات د بد نيت په موخه هغوى ته وركړل شوي دي.
دا بريدونه د سوريې – اردن پولې ته نږدې د التنف په سيمه كې ترسره شوي دي چې د امريكايانو تر كنترول لاندې ده.
د كوناشينكوف په وينا په سوريه كې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په لار كې تر ټولو لوى خنډه د امريكا لخوا دوى ته د استخباراتي معلوماتو وركول دي.