سعودي عربستان ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکوي.
د سعودي پاچا ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه
سعودي عربستان ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکوي.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د شاهي فرمان په صادرولو سره ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې ملک سلمان د شاهي فرمان د خپرولو سره د ښځو د موټر چلولو پر وړاندې موجود ټول قانوني خڼډونه لرې کړل.
په فرمان کې راغلي دي چې د ښځو لخوا د موټر چلول په ډیرو زیاتو برخو کې ګټې لري چې د همدې امله پدې مسله کې د موجودو ټولو ستونزو د حل پریکړه وشوه.
په فرمان کې راغلي دي چې ښځو ته د موټر چلولو اجازې ورکولو پریکړه د علماو د عالي شورا د رایو په اکثریت سره شوې ده او په دیني برخو کې د ستونزو د نه رامنځته کیدو لپاره لازم هر ډول تدابیر ونیول شي.
په فرمان کې د کورنیو چارو ، مالیې، کار او ټولنیزې پراختیا د وزارتونو نه د ۳۰ ورځو په دننه کې د پلان د جوړولو او وزیرانو شورا ته د وړاندې کولو غوښتنه شوې ده .
د اړوند وزارت خانو لخوا د پلان د جوړولو او تدابیرو د نیول کیدو او قانوني اصلاحاتو د رامنځته کیدو نه وروسته به ښځو ته د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۳ مه نیټه په رسمي توګه د موټر چلولو د اجازه نامې په ورکولو پیل وشي.
د یادولو وړ ده چې سعودي عربستان په نړۍ کې یواځنی هیواد وو چې ښځو لخوا د موټر په چلولو بندیز لګیدلی وو.