له سعودي ښځو نه د ټرمپ ملاتړ

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سعودي عربستان د هغې پرېكړې ملاتړ وكړ چې له مخې يې سعودي ښځو ته د موټر چلولو اجازه وركول كيږي.

815598
له سعودي ښځو نه د ټرمپ ملاتړ

 

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سعودي عربستان د هغې پرېكړې ملاتړ وكړ چې له مخې يې سعودي ښځو ته د موټر چلولو اجازه وركول كيږي.

د سپينې ماڼۍ لخوا پدې اړه په خپور شوي پيغام كې راغلي دي چې ولسمشر ټرم د سعودي مقاماتو لخوا د ښځو د موټر چلولو په اړه د پرېكړې قدرداني كوي. د اعلاميې له مخې دا پرېكړه په عربستان كې د ښځو د حقونو د پراختيا په برخه كې مهم ګام بلل كيږي.

په اعلاميه كې راغلي دي چې د سعودي چارواكو لخوا د ۲۰۳۰ كال د پلانونو او اقتصادي پروژو نه د ملاتړ په موخه به امريكا د دوى ترڅنګ ولاړه وي.

سعودي عربستان پرون د يوې پرېكړې له مخې د ښځو لپاره د موټر چلولو بنديز لرې كړ.



اړوند خبرونه