په مصر کې په پولیسو خونړی برید وشو.
د مصر د سینا په ټاپو کې په پولیسو خونړی برید وشو
786577
په مصر کې په پولیسو خونړی برید وشو.
د مصر د سنا په ټاپو کې په پولیسو د وسله وال برید په پایله کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د اناتولیا خبري اژانس د سیمې د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې خبر ورکړی چې برید کوونکی په شخصي موټر کې پولیسو ته د نږدې کیدو نه وروسته په پولیسو ډزې کړي دي.
په برید کې ۳ تنه پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی .
برید کوونکی د برید نه وروسته په تیښته بریالی شوی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کوم شخص یا ډلې په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې په مصر کې د سینا په ټاپو کې وخت نا وخته په امنیتي ځواکونو بریدونه کیږي.