امریکا  متحده ایالتونو په حشدالشعبي  شیعه  وسله والې ډلې  د توپخانې بریدونه کړي دي.

په حشدالشعبي ډلې د امریکا لخوا د بریدونو ادعا

785719
امریکا  متحده ایالتونو په حشدالشعبي  شیعه  وسله والې ډلې  د توپخانې بریدونه کړي دي.

امریکا  متحده ایالتونو په حشدالشعبي  شیعه  وسله والې ډلې  د توپخانې بریدونه کړي دي. دا ادعا  د یادې شوې ډلې  یوې څانګې  کاتب السعید الشهدا  د ډلې  لخوا شوې ده .

یادې شوې ډلې ویلي دي چې د عراق او سوریې په کرښه کې  امریکايی ځواکونو پرې  درانده  د توپخانې  بریدونه کړي دي.

یادې شوې ډلې  ویلي دي چې  پدې برید کې  یو زیات شمیر د حشدالشعبي  جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بله پلوه  یادې شوې ډلې  د عراق په مرکزي حکومت  غږ کړی دی چې د امریکا ددې بریدونو په مقابل کې  چپتیا غوره نکړي.

همداشان  یادې شوې ډلې  ګواښ کړی دی چې د امریکا نه به ددې بریدونو غچ واخلي. امریکا  د خپلو شخصي ګټو په خاطر غواړي چې د عراق او سوریې  پولې  د خپل کنټرول لاندې راولي  چې  دیته به اجازه ورنکړو.

د ویلو ده چې د عراق مرکزي حکومت  او یا هم  امریکايي چارواکیو  د نوموړې ادعا په اړه څه ندي  ویلي.

د عراق او سوریې د پولو ډیری  برخه  د داعش ترهګرې ډلې تر کنټرول لاندې ده. همداشان  یوه برخه يي بیا د حشدالشعبي  ډلې  تر کنټرول لاندې شتون لري.



اړوند خبرونه