د قطر نه د سعودي عربستان او بحرین غوښتنه !

سعودي عربستان او بحرین مشرانو د قطر په مسلې خبرې وکړې

781892
د قطر نه د سعودي عربستان او بحرین غوښتنه !

سعودي عربستان او بحرین د قطر نه داځل غوښتنه وکړه.

سعودي عربست او بحرین د قطر نه  د ۴ عربي هیوادونو د غوښتنو د منلو غوښتنه وکړه.

د بحرین رسمي خبري اژانس د خبر له مخې د بحرین پاچا حمد بن عیسی الخلیفه  د سعودي عربستان د جدې پ ښار کې د نوموړي هیواد د ولیهد شهزاده محمد بن سلمان سره  لیدنه وکړه.

په لیدنه کې دواړو مشرانو د قطر نه  د سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر د غوښتنو د منلو او د غوره کړو سیاستونو د اصلاح غوښتنه وکړه.

د بحرین پاچا پدې لیدنه کې یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې هیواد يي  د امنیت او استقرار، تهدیدونو او بهرنیو مداخلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې تل د سعودي عربستان ترڅنګ  ولاړ  دی.

د یادولو وړ ده چې  سعودي عربستان په مشرۍ ۴ عربي هیوادونو  د روان میلادي کال د جون په ۵ مه نیټه  د قطر سره  د ترهګرو نه د مالي ملاتړ  او ددوې په کورنیو چارو کې د مداخلې تور ولګو د نوموړي هیواد سره  هر ډول اړیکې وځنډولې. په قطر يي  کلک  بندیزونه ولګول.

وروسته  نوموړو هیوادونو  د قطر سره د اړیکو د نورمالولو په خاطر  قطر ته ۱۳ شرطونه  وړاندې کړل چې د قطر لخوا رد شول.

د نوموړو ۴ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو  وړمه  ورځ  یو ځل بیا په بحرین کې سره غونډه وکړه  او قطر سره  د اړیکو  د بیا رغولو په خاطر  نوموړي هیواد ته نوی وړاندیز وړاندې کړ چې د قطر لخوا یو ځل بیا  رد شو.

داځل سعودي عربستان او بحرین بیا  د قطر نه  ددوې د غوښتنو د منلو په برخه کې غوښتنه وکړه. قطر تیره ورځ ویلي وو چې  د ستونزې د حل په خاطر ټول هغه مذاکراتو او خبرې اترې  ددوې لپاره د منلو وړ ندي چې په مشروط ډول وي.



اړوند خبرونه