قطر امیر سعودي عربستان ته د مبارکۍ پیغام واستوه.
د قطر امیر د سعودي عربستان پاچا او نوي ولیعهد ته مبارکي وویله
قطر امیر سعودي عربستان ته د مبارکۍ پیغام واستوه.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او نوي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ته د مبارکۍ جلا جلا پيغامونه واستول. د قطر امیر د سعودي نوي ولیعهد شهزاده ته د نوې دندې له امله مبارکي وویله.
د قطر د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د سعودي عربستان پاچا ته د یو تیلګراف په استولو سره شهزاده محمد بن سلمان د ولعهد په توګه د ټاکلو له امله مبارکي وویله.
د قطر امیر په استولي ټیلګراف کې د سعودي پاچا ته د نیکو هیلو په وړاندې کولو سره د سعودي عربستان د خلکو د پرمختګ او پراختیا د دوام غوښتنه کړې او د قطر او سعودي عربستان دوو ورورنو هیوادونو د اړیکو د لا قوي کیدو هیله څرګنده کړې ده .
د قطر امیر د سعودي عربستان نوي ولیعهد شهزاده ته په چارو کې د لا زیات بریالیتوبونو غوښتنه کړې او نوې دندې له امله ورته مبارکي ویلې ده .
د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز تیره ورځ د یو شاهي فرمان په صادرولو سره خپل وراره محمد بن نایف د ولیعهد شهزاده ګۍ، لومړي وزیر او کورنیو چارو د وزارت له دندو ګوښه او پر ځای يي خپل زوی محمد بن سلمان د دفاع وزیرۍ د دندې په حفظ سره د نوی ولیعهد شهزاده او د لومړي وزیر مرستیال په توګه په دنده وګماره.