په سعودي عربستان، بحرین او متحده عربي اماراتو کې د قطریانو لخوا ټاکل شوی مهلت سرته ورسید
د خلیج هیوادونو او قطر ترمنځه د کړکیچ نوې پاڼه .

سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین لخوا پدې هیوادونو کې د میشتو قطریانو لپاره ددې هیوادونو نه د وتو په خاطر ټاکلی مهلت پایته ورسید.
د یادولو وړ ده چې نوموړو دریو هیوادونو په قطر کې میشتو خپلو وګړو ته هم خپلو خپلو هیوادونو ته د رارستنیدو په خاطر ۱۴ ورځې مهلټ ټاکلی وو.
سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو ، بحرین او مصر د روانې جون میاشتې په ۵ مه نيټه په قطر د ترهګریزو ډلو نه د ملاتړ په بهانه بندیزونه ولګول. نوموړو هیوادونو د قطر سره خپلې ټولې سیاسي ، اقتصادي او کولتوري اړیکې پرې کړې او په خپلو هیوادونو کې میشتو قطریانو لپاره ددوې د هیوادونو نه د وتو په خاطر ۱۴ ورځې مهلت وټاکه.
ټاکل شوی مهلت پرون شپه په ۱۲ بجو پایته ورسید.
د قطر بشري حقونو ملي کمیټې یو څه موده وړاندې په خپور کړي راپور کې ویلي وو چې په قطر کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین ۱۱ زره ۳۸۷ تنه او پدې دریو هیوادونو کې بیا ۱۹۲۷ تنه قطریان ژوند کوي.
اړوند خبرونه

اسرائیلو د سوریې په پلازمینه دمشق کې د اسد او ایراني ځواکونو پر پوځي هډو هوايي بریدونه کړي
اسرائیلو تیره شپه د سوریې په پلازمینه دمشق کې په یو زیات شمیر پوځي نقطو هوايي بریدونه کړي.