د قطر او هندوستان ترمنځه سمندري همکاري

د قطر او هندوستان ترمنځه د همکارۍ تړون لاسلیک شو

752920
د قطر او هندوستان ترمنځه  سمندري همکاري

قطر  د سعودي عربستان په مشرۍ د هیوادونو لخوا پرې د لګیدلي بندیزونو د د اغیزو د لمنځه وړو په خاطر د هندوستان سره  سمندري ټرانسپورت په برخه کې  مهم  تړون لاسلیک کړ.

د قطر د ټرانسپورت او معلوماتو  د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د قطر او هندوستان ترمنځه د شوي تفاهم  په چوکاټ کې به د قطر د حمد  او د هندوستان د مندرا او نهاوا شیوا  د بندرونو ترمنځه  سمندري سفرونه پيل شي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  دا سمندري سفرونه په اوونۍ کې  یو ځل د جمعې په ورځ  ترسره کیږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په لومړني سفر کې به  ۷۱۰ کانټیرنه مواد انتقال شي. همداشان د اړتیا په صورت کې به د سفرونو شمیره  لوړه شي.

د بله پلوه  قطر ویلي دي چې  ترکیې ، چین او روسیې  نه  د قطر بندرونو ته په مستقیمو سفرونو په خاطر د نوو  سمندري خطونو د جوړولو  په لټه کې دی.

د ویلو ده چې  د روانې جون د میاشتې په پنځمه نیټه  سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر د قطر پر مخ  خپل هوايي  او سمندري حریمونه او مځکنې لارې وتړلې. قطر  د نوموړو هیوادونو لخوا پرې د لګیدولو بندیزونو د اغیزو د لمنځه وړو په خاطر نوې لارې چارې لټوي.



اړوند خبرونه