د عراق د اردو په لیکو کې د افغانستان د بیرغ ، نښان او سمبول لرونکې موټرې ګرځي.
د عراق په اردو کې د افغانستان د ملي اردو د بیرغ ، نښان او سمبول لرونکو موټرو راز چې ټول يي د حیرانتیا سره مخ کړي وو افشا شو.
د عراق په اردو کې د افغانستان د ملي اردو د بیرغ ، نښان او سمبول لرونکو موټرو راز چې ټول يي د حیرانتیا سره مخ کړي وو افشا شو.
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون د عراق د اردو لپاره ۹۴ عرادې زغروالې موټرې سپارښتنه ورکړې وه. پنټاګون د سپارښتنې پر مهال د عراق پر ځای د افغانستان نوم ورکړی وو.
د موټرو کمپنۍ یادې شوې موټرې د افغانستان د ملي اردو د رنګ، بیرغ، نښان او سمبولونو سره سم رنګ کړې وې.
همداشان کله چې موټرې عراقي چارواکیو ته وسپارل شوې وروسته ټول متوجه شول چې پدې موټرو خو د افغانستان د اردو سمبولونه او نښانونه لګول شوي دي.
د عراق د اردو په صفونو کې د افغانستان د ملي اردو د نښان لرونکو موټر شتون ټول د حیرانتیا سره مخ کړي وو .
د امریکا د دفاع په وزارت کې د افغانستان د څانګې مسئول پدې اړه خبریالانو ته وویل چې دا مسئله د کتبي اشتباه له امله رامنځته شوې ده .
هغه وویل کله چې د عراق د پوځ لپاره د نوموړو زغروالو موټرو سپارښتنه ورکول کیده په غلطۍ کې د عراق پر ځای د افغانستان نوم ورکړ شوی وو.
د همدې امله ټولې موټرې د افغانستان د پوځ د رنګ، بیرغ، نښان او سمبولونو سره سم رنګ شوي دي.
هغه وویل چې دا موټرې تیره میاشت د عراق پوځ ته تسلیم شوي دي خو هغوې پرته ددې چې رنګ او نښانونو ته يي تغیر ورکړي په همدې ډول ترینه کار اخلي.
هغه ویلي دي چې د یوې دوو اونیو په دننه کې به د نوموړو موټرو رنګ او نښانونه ټول بدل کړی شي.