یمن هم د قطر سره خپلې اړیکې پرې کړې

یمن حکومت چې د سعودي عربستان ملاتړ تر شا لري د قطر سره اړیکې وشلولې

745690
یمن هم  د قطر سره خپلې اړیکې پرې کړې

د یمن حکومت هم  د قطر سره  د ډیپلوماتیکي اړیکو د پرې کولو  پریکړه وکړه.

یمن  پنځم  هیواد  دی چې  نن دوشنبې د جون پنځمه  د قطر سره  د ډیپلوماتیکي اړیکو د شلولو  اعلان کوي.

د ویلو ده چې  نن  د سهار په وختي ساعتونو کې لومړی  بحرین  د قطر سره  د هر ډول ډیپلوماتیکو اړیکو د شلولو نه خبر ورکړ.

همداشان  د بحرین نه لنډه موده وروسته سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او مصر هم  د قطر سره د ډیپلوماتیکي اړیکو د شلولو نه خبر ورکړ.

نوموړي هیوادونه  قطر په سیمه کې د ترهګرو او ایران پلوو ډلو نه په ملاتړ  تورن کړی دی . بحرین قطر په خپلو کورنیو چارو کې په مداخلې هم  تورن کړی دی . 



اړوند خبرونه