د بحرین نه وروسته سعودي عربستان، مصر او متحده عربي اماراتو هم د قطر سره اړیکې وشلولې
د عربي هیوادونو ترمنځه ستر بحران

د بحرین نه وروسته سعودي عربستان، مصر او متحده عربي اماراتو هم د قطر سره د ټولو ډیپلوماتیکي اړیکو د شلولو پریکړه وکړه.
نوموړو هیوادونو د قطر سره د ټولو ډیپلوماتیکو اړیکو د شلولو او د قطر پر مخ د خپلو هوايي حریمونو د تړولو پریکړه وکړه.
یادو شوو د قطر د ټولو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه هم وکړه. نوموړو هیوادونو د قطر ډیپلوماټانو ته ددوې د هیوادونو نه د وتو په خاطر ۴۸ ساعته مهلت ورکړ.
د ویلو ده چې نن سهار لومړی بحرین د قطر سره د خپلو ټولو ډیپلوماتیکو اړیکو د شلولو نه خبر ورکړ چې سعودي عربستان، مصر او عربي متحده اماراتو هم د قطر سره د اړیکو د شلولو پریکړه وکړه.
یادو شوو هیوادونو قطر په سیمه کې د ترهګرو ډلو نه په ملاتړ او ددوې په کورنیو چارو کې په مداخلې تورنوي.
سعودي عربستان د قطر سره خپلې ټولې ګډې پولې وتړلې. همداشان سعودي عربستان په هیواد کې میشتو د قطر وګړو ته د سعودي عربستان نه د وتو په خاطر ۱۴ ورځې مهلت ورکړ.
سعودي عربستان هم قطر په سیمه کې د ترهګرو ډلو او په سوریه او یمن کې د ایران سره د مخامخ اړیکو لرونکو ډلو په ملاتړ تورنوي.
اړوند خبرونه

اسرائیلو د سوریې په پلازمینه دمشق کې د اسد او ایراني ځواکونو پر پوځي هډو هوايي بریدونه کړي
اسرائیلو تیره شپه د سوریې په پلازمینه دمشق کې په یو زیات شمیر پوځي نقطو هوايي بریدونه کړي.