بحرین  د قطر سره  ډیپلوماتیکي اړیکې  وشلولې.

د خلیجو هیوادونو ترمنځه قوي ناندرۍ پیل شوې

745511
بحرین  د قطر سره  ډیپلوماتیکي اړیکې  وشلولې.

بحرین  د قطر سره  ډیپلوماتیکي اړیکې  وشلولې.

بحرین نن  دوشنبه د جون پنځمه د قطر سره د ډيپلوماتیکو اړیکو د شلولو نه خبر ورکړ.

د بحرین  خبري اژانس پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې قطر  د بحرین په کورنیو چارو کې د مداخلې  سره  د هیواد بې امنیتي او بې ثباتۍ کې مهم  رول لري چې د همدې امله  د بحرین  حکومت د یاد شوي هیواد سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د شلولو پریکړه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د قطر لخوا د بحرین پر خلاف د رسنیو  نه ناوړه ګټه پورته کول، د ترهګرو فعالیتونو او هغه ترهګرو ډلو نه چې د ایران سره  مستقیمې اړیکې لري  مالي ملاتړ کول  د نوموړي هیواد سره د اړیکو د شلولو د اصلي لاملونه نه شمیرل کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  قطر  د ګاونډیتوب  د اړیکو، ټولو نړۍوالو اصولو، موافقت نامو، میثاقونو  ، د خلیج همکاریو او ګډو ارزښتونو پر خلاف  په بحرین کې  تل  د ناامنیو  او ستونزو رامنځته کولو هڅه کړې ده .

د بحرین حکومت  په هیواد کې میشتو د قطر ټولو وګړو ته  د بحرین نه د وتو په خاطر ۱۴ ورځې  او قطري ډیپلوماټانو ته د وتو په خاطر ۴۸ ساعته مهلت ورکړی دی.

د بحرین د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  د بحرین حکومت د قطر سره د ټولو ډیپلوماتیکو اړیکو د شلولو پریکړه کړې ده .

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  بحرین  په دوحه کې  د خپل سفارت ټول کارکوونکې هیواد ته راغوښتي دي او د قطر د سفارت کارکوونکو ته  د هیواد نه د وتو په خاطر  ۴۸ ساعته مهلت ورکړی دی .

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  بحرین  قطر ته د خپلو وګړو په تګ راتګ ، د قطر د وګړو بحرین ته په راتګ  او یا ترانزیت تیریدو  بندیز لګولی دی .

بحرین ویلي دي چې  د ۲۴ ساعتونو په دننه کې به خپل هوايي حریم، سمندري  حریم او خپل ټول بندرونه  د قطر پر مخ  وتړي.  



اړوند خبرونه