حوثي ياغيانو په سعودي د باستيک توغندي بريد وکړ
حوثيانو يو ځل بيا په سعودي عربستان بريد وکړ
حوثي ياغيانو په سعودي عربستان د بالستيک توغندي بريد وکړ.
حوثي ياغيانو د يمن د خاوري نه د سعودي عربستان د پلازمينې رياض تر څنګ پروت د الرين په ښار د پلاستيک توغندي بريد وکړ.
د سعودي عربستان د هوايي ځواکونو په وينا حوثي ياغيانو د يمن د خاورې نه د الرين په ښار د بالستيک توغندي بريد کړی وو چې ددوې لخوا په هوا کې د تثبيت نه وروسته له منځه يوړل شو.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د يمن د مشروع حکومت نه ملاتړ ايتلافي ځواکونو له قوله ويلي دي چې حوثي ياغيانو تيره شپه د الرين په ښار د بالستيک توغندي بريد وکړ چې د هوايي دفاعي ځواکونو لخوا مخکې ددينه چې هدف ته ورسيږي په هوا کې له منځه يوړل شو.
پدې په پيښه کې چاته ځاني زيان ندې اوښتی.
د حوثي ياغيانو پر خلاف نړيوال ايتلاف ويلي دي چې په سيمه چې په سعودي عربستان ترينه د توغندي بريد شوی دی متقابل درانده بريدونه کړي دي.
د بله پلوه حوثي ياغيانو تير ماښام په سعودي عربستان د ۴ بالستيک توغنديو د بريدونو نه خبر ورکړ.