امريكا ته د ايران ګواښ
د ايران د دفاع وزير تېره اونۍ د سوريې په يو هوايي ډګر باندې د امريكا لخوا د توغنديو د بريد له امله امريكا ته ګواښ وكړ.
710604
د ايران د دفاع وزير حسين دهقان وويل چې پر سوريې باندې د امريكا د بريد د تكرار په صورت كې به نوموړى هېواد لوى تاوان وكړي. نوموړي زياته كړه چې بل بريد به هېڅكله بې ځوابه پاتې نشي.
د ايران د رسمي خبري آژانس ايرنا له قوله دهقان د خپل روسي سيال سرګي شويګو سره د ټيلفوني خبر وروسته څرګنده كړه چې امريكا د نړيوالو قوانينو خلاف عمل كى دى. نوموړي زياته كړه چې `` كه چېرې امريكايان په سوريې باندې بيا بريد وكړي نو دا ځل به لوى تاوان وكړي. دوى بايد پوه شي چې بريدونه به بې ځوابه پاتې نشي.``
د امريكا اوردو په سوريه كې د ادليب په ښار كې د كيمياوي وسلو د كارولو وروسته ددې هېواد د حمص د ښار په مربوطاتو كې پر يو هوايي ډګر باندې د ټاما هاك ډوله توغنديو په واسطه بريد كړى وو.
ايران پخوا هم امريكا ته پدې اړه ګواښ كړى وو.