په سوریه کې د کورنۍ جګړې شکل تغیر وموند.
امریکا د اسد رژیم په هوايي هډې د توغندیو بریدونه وکړل
په سوریه کې د کورنۍ جګړې شکل تغیر وموند. امریکا متحده ایالتونو په لومړي ځل په سوریه کې د اسد رژیم اړوند په هوايي هډې د لسګونو توغندیو برید وکړ.
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون په سوریه کې د اسد رژیم اړوند په هوايي هډې د څه باندې ۵۰ توغندیو سره د برید کولو نه خبر ورکړ.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ټرامپ په سوریه کې د اسد په هوايي هډې د برید په اړه وویل « په سوریه کې د اسد رژیم اړوند په هوايي هډې چې د کیمیايي وسلو د بریدونو په ترڅ کې ترینه استفاده شوې وه د برید کولو امر ما پخپله ورکړی دی. »
ټرامپ زیاته کړه چې د اسد رژیم لخوا د کیمیايي وسلو برید په هیڅډول د منلو وړ ندی او په ټولو متفقیو د اسد د رژیم ددې سرغړونې پر خلاف د دریدو غږ کوم.
د اسد رژیم د کیمیايي وسلو د وحشي او ضد انساني بریدونو سره یو زیات شمیر انسانان او حتا ښکلي ښکلي ماشومان په کلاره کلاره ، په ډیره وحشيانه او خونخورانه ډول ووژل.
د امریکا د دفاع وزارت یو تن چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې په ځايي وخت د سهار په څلورو بجو د اسد رژیم اړوند د شینسار او الشیراط په هوايي هډو بریدونه ترسره شول. په نوموړو بریدونو کې د اسد د رژیم اړوند جنګي الوتکې، ځغاستلیکې او د تیلو ډیپوګان په نښه شوي وو. هغه ویلي دي چې د اسد هوايي ځواکونو د همدې هډو نه په استفادې سره د کیمیايي وسلو بریدونه ترسره کړي وو.
د بله پلوه د امریکا جنګي بیړۍ د سوریې سواحلو ته نږدې شوي دي.
امریکايي چارواکي ویلي دي چې د اسد په هډو د ۵۹ کروز توغندیو سره بریدونه شوي دي.