په غزه کې د حماس د ډلې یو نامتو قومندان مړ وموندل شو.
د حماس د ډلې نامتو قومندان ووژل شو
په غزه کې د حماس د ډلې یو نامتو قومندان مړ وموندل شو.
د فلسطین د اسلامي مقامت غورځنګ د حماس د ډلې د عسکري څانګې عزوالدین القسام د غنډونو نامتو قومندان مازین فقها د غزې په سویل کې د یوې تپې د پاسه په سر ویشتلی وموندل شو.
د یادولو وړ ده چې د حماس ډلې نوموړی قومندان چې د اسراییلو سره زنداني وو د بعضو اسراییلي اسیران به بدل کې راخوشې کړی وو. حماس د نوموړې پیښې پړه په اسراییلو اچولې ده . حماس ډلې ویلي دي چې د اسراییلو نه به ددې جنایت غچ خامخا واخلي .
د حماس ډلې ویلي دي چې مازین فقها د غزې سویل لوري ته د هوا په نامه د تپې د پاسه په سر د څلورو ډزو سره ویشتلی موندل شوی دی .
حماس ویلي دي چې د نوموړي جنایت د معلومولو په خاطر يي څیړنې پيل کړي.
د بله پلوه د حماس د ډلې نظامي څانګې د غزوالدین القسام غنډونو بیا د نوموړي جنایت پړه په اسراییلو اچولې ده .
د حماس ډلې ویلي دي چې قومندان مازین په ۲۰۱۱ کال کې د اسراییلو سره د اسیران د تبادلې د تړون په چوکاټ کې د اسراییلو د زندان نه راخوشې شوی وو. هغه پرون د ماښام په ساعتونو کې وژل شوی دی.
حماس ویلي دي چې دا جنایت د اسراییلو د جاسوانو او ګوډاګیانو لخوا ترسره شوی دی.