د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو داځل په موصل کې ملکي وګړو قتل عام وکړ
د عراق د موصل ښار په لویدیځه برخه کې د داعش ترهګرې دلې پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې په غلطۍ کې په ملګي وګړو خونړي بریدونه وشول.
د عراق د موصل ښار په لویدیځه برخه کې د داعش ترهګرې دلې پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې په غلطۍ کې په ملګي وګړو خونړي بریدونه وشول.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
د عراق د چټک غبرګون د ځواکونو یو تن افسر د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې کیدای شي دا برید د ایتلافي ځواکونو لخوا شوی وي.
هغه ویلي دي چې د موصل ښار لویدیځه برخه کې د داعش پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې په غلطۍ کې په ملکي وګړو بریدونه شوي دي.
هغه زیاته کړې ده چې د لومړنیو شمیرو له مخې په برید کې لږ تر لږه ۴۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې ډیری ښځې او ماشومان دي.
هغه ویلي دي چې هر څه ژر به د موصل د عملیاتو د قومندانانو ترمنځه غونډه وشي او پدې غونډه کې به د داعش ترهګرې ډلې پر وړانډې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په مسلې خبرې وشي.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ امریکايي ځواکونو د سوریې د رقه د ښار ترڅیرمه په یو ښوونځي د هوايي برید په ترڅ کې قتل عام کړی وو.
د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې امریکايی ځواکونو په سوریه کې د دویم ځل لپاره د ملکي وګړو قتل عام وکړ.
همداشان تیره ورځ بیا په موصل ښار کې دا قتل عام رامنځته شو.