د عراق  پلازمینه  بغداد  یو ځل بیا  په وینو ولړل شو.

په بغداد کې قتل عام وشو

695480
د عراق  پلازمینه  بغداد  یو ځل بیا  په وینو ولړل شو.

د عراق  پلازمینه  بغداد  یو ځل بیا  په وینو ولړل شو.

په بغداد کې  د موټر پر مټ  په ترسره شوې ځانمرګي برید کې  لږ تر لږه  ۲۳ تنه مړه  او  نږدې ۵۰ تنه نور ټپیان شول.

ځانمرګی برید د بغداد په سویل کې  د الامیل په سیمه کې  د لویو مارکیټو او سرایونو  په سیمه کې  رامنځته شو.

د پیښې ټپیان  شاوخوا روغتونونو ته  انتقال شوي دي. د برید مسئولیت  تر اوسه پورې چا په غاړه  ندی اخیستی. سیمه ییزو چارواکیو د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه  څرګنده کړې ده .

چارواکیو  د برید پړه  په داعش ترهګرې ډلې اچولې ده . د عراق پوځ  د موصل ښار  ډیری  سیمې د داعش ترهګرې ډلې نه نیولي دي.



اړوند خبرونه