په حلب کې په جومات د لمانځه پر مهال خونړی برید وشو
د سوریې د حلب په ښار کې په جومات د خونړي برید له امله د مړو شمیره هره شیبه مخ په لوړیدو ده.
د سوریې د حلب په ښار کې په جومات د خونړي برید له امله د مړو شمیره هره شیبه مخ په لوړیدو ده.
تیره ورځ روسي جنګي الوتکو د سوریې په شمال کې د حلب ښار د التریب په ولسوالۍ کې په یو جومات د لمانځه پر مهال هوايي برید وکړ.
په برید کې تر اوسه پورې ۷۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو برید د ماسخوتن لمانځه پر مهال په جومات شوی دی.
د برید پر مهال په جومات کې تر ۳۰۰ تنو ډیرو لمونځ کوونکو لمونځ کولو.
په حلب کې د ملکي خوندیتوب ادارې یو تن لوړپوړي چارواکي یحیی جواد خبري رسنیو ته ویلي دي « په لوی ګمان چې روسيې جنګي الوتکې د حلب ښار د التریب ولسوالۍ د جینا په کلي کې په جومات د ماسخوتن لمانځه پر مهال هوايي برید وکړ.»
هغه ویلي دي چې د برید پر مهال په جومات کې تر ۳۰۰ تنو ډیر کسان په لمانځه بوخت ول. د لومړنیو شمیرو له مخې په پیښه کې ۷۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
د ژغورنې ډلې د جومات د چپه شوو دیوارونو لاندې د بنو پاتو کسانو ټپیانو او مړو په راویستو بوخت دي. هغه ویلي دي کیدای شي چې د مړو شمیره نوره هم لوړه شي.
هغه ویلي دي چې په عبادت خانې د عبادت پر مهال برید په هیڅډول د منلو وړ خبره نده. دا برید د استانې د مذاکراتو په درشل کې رامنځته شو.