په عراق كې خونړۍ چاودنه
د عراق په پلازمېنه بغداد كې د يوې چاودنې په پايله كې لږ تر لږه ۱۸ تنه ووژل شول او تر ۲۲ تنو زيات ټپيان شول.
692341
د عراق په پلازمېنه بغداد كې د يوې چاودنې په پايله كې لږ تر لږه ۱۸ تنه ووژل شول او تر ۲۲ تنو زيات ټپيان شول.
ددې هېواد د كورنيو چارو د وزارت د خبري سرچينو د معلوماتو پر اساس دا چاودنه د ښار په شمال كې د يو موټر بم په واسطه ترسره شوې ده.
تر اوسه پورې د چاودنې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.