د اسلامي علماو د نړۍوالې ټولنې د مشر زوی په ۵ کلونو بند محکوم شو
په مصر کې محکمې د اسلامي علماو د نړۍوالې ټولنې د مشر یوسف القرضاوي زوی عبدالرحمان القرضاوي په ۵ کلونو بند محکوم کړ.
په مصر کې محکمې د اسلامي علماو د نړۍوالې ټولنې د مشر یوسف القرضاوي زوی عبدالرحمان القرضاوي په ۵ کلونو بند محکوم کړ.
د مصر د نوې قاهرې د جزا محکمې اسلامي علماو د نړۍوالې ټولنې د مشر یوسف القرضاوي د زوی سربیره پخوانی قاضي ولید الشرابي او ورځپاڼه چلوونکی ایت العرابي په غیاب کې په پنځو پنځو کلونو بند محکوم کړل. همداشان یوې بلې محکمې بیا ۲۲ تنه نور د سیسي د رژیم مخالفین په بیلابیلو تورونو په ۱۵ کلونو بند محکوم کړل.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې محکمې په نوموړو کسانو د هیواد ملي امنیت د ګواښ سره د مخامخولو، ناسمو خبرونو د خپرولو، د هیواد ملي ګټو ته د زیان رسولو او سوله او امنیت د تهدیدولو په څیر په بیلابیلو تورونو تورن کړي دي.
د بله پلوه د مصر د الشرقیه په سیمه کې هم محکمې ۳۷ تنه د سیسي د رژیم مخالفین محاکمه کړل. د نوموړو ۳۷ تنو د مدافع وکیل خبري رسنیو ته ویلي دي چې محکمې د نوموړو ۳۷ تنو نه ۲۲ تنه په ۱۵ ۱۵ کلونو بند محکوم کړل او ۱۵ تنه بیا د ثبوت او کافي دلایلو د نشتوالي له امله خوشې کړل .
هغه ویلي دي چې محکمې د نوموړو کسانو نه ډیری په غیاب کې محاکمه کړي دي چې تسلیمیدو په صورت کې به له سره محاکمه شي.
عبدالرحمان القرضاوي ددینه مخکې هم د محکمې لخوا په بند محکوم شوی وو. هغه د محکمې لخوا پرې لګول شوي ټول تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې دا تورونه یو هم حقیقت نلري.