د خليج د هېوادونو سره نوى پيل

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د خليج د عربي هېوادونو سره د تركيې د اړيكو د لا زياتې پراختيا په موخه تېره اونۍ د بحرين، قطر او سعودي عربستان له هېوادونو رسمي ليدنې ترسره كړې.

676193
د خليج د هېوادونو سره نوى پيل

 

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د خليج د عربي هېوادونو سره د تركيې د اړيكو د لا زياتې پراختيا په موخه تېره اونۍ د بحرين، قطر او سعودي عربستان له هېوادونو رسمي ليدنې ترسره كړې.

په سوريه كې د روانې جګړې د پاى ته رسولو په موخه د قطر او سعودي عربستان هېوادونه ځانګړى رول لري. د همدې امله د دواړو هېوادونو سره د تركيې د اړيكو لا زياته پراختيا اړين ګام دى.

اردوغان د فبرورۍ د مياشتې په ۱۲مه نېټه د خليج له هېوادونو له ليدنې وړاندې په هوايي ډګر كې خبريالانو ته وويل چې تركي ځواكونه پدې توانېدلي دي چې د خپلو سوري ملاتړو سره د سوريې د الباب ښار د داعش له منګولو ونيسي.

په ۲۰۱۵م كال كې د سعودي عربستان پر تخت د پادشاه سلمان تر كېناستلو وروسته د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړيكې هم ښه شوې وې. ولسمشر اردوغان د ۲۰۱۶م كال د اپرېل په مياشت كې سعودي پادشاه سلمان ته د تركيې د عالي دولتي نښان د وركولو سره دا اړيكې نورې هم پسې ټينګې شوې.

حتى په تركيه كې د اينجيرليك په نظامي هوايي هډه كې چې د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې د امريكا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف د ځواكونو لخوا كاورل كيږي، د سعودي عربستان جنګي جټ الوتكې هم شته دى.

اردوغان د دوشنبې په ورځ د بحرين په پلازمېنه مانامه كې خبريالانو ته وويل چې د سوريې په خاوره كې د داسې `امنې سيمې` د جوړولو چارې بايد پيل شي چې په كې د ترهګرو ډلو له وېرې راتښتېدلي سوري كډوال ځاى پر ځاى شي.

له دې وړانديز سعودي چارواكو هم ملاتړ كړى وو. ددې هېواد د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير چې تېره اونۍ په انقره كې د ههغږئ په ګډې غونډې كې ګډون كړى وو، وويل چې د سوريې په اړه د تركيې او سعودي عربستان سياستونه يو ډول دي.

دا په داسې حال كې ده چې د بحرين هېواد هم په سوريه كې د تركيې له سياسته ملاتړ كوي. ولسمشر اردوغان ته همداراز د بحرين عالي دولتي نښان چې  د شيخ عيسى بن سلمان الخليفه په نامه ياديږي وركړل شو. اردوغان پدې مراسمو كې د وينا په ترڅ كې وويل چې تركيه به په ښه او بده ورځ دواړو كې د تركيې ترڅنګ ولاړه وي. اردوغان زياته كړه چې `` د تېر كال د آګست په مياشت كې د بحرين د پادشاه سره د ليدنې پر مهال په تركيه كې د ناكامې كودتا تر اقدام وړاندې له مشروع حكومته ددې هېواد ملاتړ زموږ دوستي لا پخه كړله. دا دى دال ځل په دوست هېواد كې د بحرين لخوا د مډال سره راته افتخار وبښل شو. زه دا مډال د تركيې او بحرين د دولتونو او خلكو د دوستۍ د يو نښان په دوګه اخلم. همداراز دا چې ورته اراده په تاسې كې هم ګورم نو ډېر خوشاله يم.``

له بحرينه د اردوغان د سفر په ترڅ كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د همكارۍ څلور پروتوكولونه هم لاسليك شول. دا تړونونه د تركيې د بهرنيو چارو، اقتصاد، انرژۍ او طبعي زېرمو او ملي دفاع د وزيرانو لخوا د خپلو بحريني سيالانو ترمېنځ لاسليك شول.

د بحرين پادشاه د مډال د وركولو پر مهال اردوغان ته په خطاب كې څرګنده كه چې `` تاسې اسلامي نړۍ ته د خدمت د كولو په برخه كې ډېرې هلې ځلې وكړې.  دا مډال اسلامي نړۍ ته ستاسې د خدمتونو او هلو ځلو په پايله كې دركول كيږي. ځكه چې داسې د اسلامي نړۍ او ټول بشريت لپاره د خدمت په موخه هڅه كوئ.``

 

 

 



اړوند خبرونه