سعودي پاچا د مالیې راټولو اړوند وروستۍ پریکړه وکړه
سعودي عربستان په بودیجه کې د کسر د پوره کولو په خاطر نسټوني بډوهلي دي
سعودي عربستان پاچا په هیواد کې د مالیې راټولو اړوند وروستۍ پریکړه وکړه.
سعودي عربستان دولت د ۶۷ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په هیواد کې د مالیې په راټولو پيل کوي.
د سعودي عربستان پاچا په هیواد کې په بعضو توکو د مالیې د ټکس لګولو پریکړه وکړه.
د یادولو وړ ده چې په نړۍ کې د نفتو د بیې د راټیټیدو سره سعودي عربستان د مالي ستونزو سره مخامخ شو. سعودي عربستان په بودیجه کې د رامنځته شوي کسر د پوره کولو په خاطر په ځینو اقداماتو لاس پورې کړ. د نوموړو اقداماتو په چوکاټ کې په بعضو توکو د ټکس د لګولو پریکړه وشوه.
سعودي عربستان په نړۍ کې تر ټولو ستر د نفتو صادرونکی هیواد دی. په نړۍوالو بازارونو کې د نفتو د بیې د راټیټیدو سره دا هیواد د مالي ستونزو سره مخامخ شو.
پداسې حال کې چې په ۲۰۱۴ کال کې د بیلر تیلو بیه ۱۱۴ امریکايي ډالره وه دم ګړۍ ۵۵ امریکايي ډالره ده .
د فرانس پرس خبري اژانس د خبر له مخې سعودي عربستان د خلیج هیوادونو د همکاریو شورا په تفاهم کې په بعضو توکو ۵ سلنه د مالیې لګولو پریکړه وکړه.
د یادولو وړ ده چې سعودي عربستان د ۶۷ کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د خپلو هیوادوالو نه مالیه راټولوي.
د سعودي عربستان وګړو تر اوسه پورې دولت ته مالیه نه ورکوله.
په خبر کې راغلي دي چې تیر کال د سعودي عربستان په بودیجه کې ۹۷ میلیارده ډالره کسر رامنځته شوې وو.
ګمان کیږي چې د خلیج نور هیوادونه هم په مالیې راټولو پيل وکړي. په ځینو خلیجي هیوادونو کې یواځې دخنیاتو او ګازي مشروباتو په برخه کې مالیه اخیستل کیږي.