امریکا په سوریه کې  د سرې میاشتې په مرکز  هوايي بریدونه وکړل.

امریکا  د سوریې د ادلیب په ښار کې  د مخالفینو تر کنټرول لاندې  د سرې میاشتې په مرکز  هوايي بریدونه وکړل.

663560
امریکا  په سوریه کې  د سرې میاشتې په مرکز  هوايي بریدونه وکړل.

امریکا متحده ایالتونو  په سوریه کې  د سرې میاشتې په مرکز  هوايي بریدونه وکړل.

امریکا  د سوریې د ادلیب په ښار کې  د مخالفینو تر کنټرول لاندې  د سرې میاشتې په مرکز  هوايي بریدونه وکړل.

امریکا  متحده ایالتونو کې  چې د یو څه مودې راهیسې په سوریه کې  هوايي بریدونو ته زور ورته کړی دی  پرون يي  د ادلیب په ښار کې د مخالفو ډلو ترکنټرول لاندې  د سرې میاشتې په مرکز  بریدونه وکړل.

د ویلو ده چې  د سرې میاشتې  مرکز  په سیمه کې د اسد د مخالفو ډلو وروستۍ  کلا وه چې  د امریکا په هوايي برید کې  له منځه یوړل شوه.

یاد شوي  مرکز  په سوریه کې  د تیرو ۶ کلونو راهیسې  د روانې کورنۍ جګړې  په ترڅ کې  د ملکي خوندیتوب  او روغتیا په برخه کې  فعالیت کولو. دا مرکز  په سیمه کې یواځنی  مرستندویه  مرکز وو چې  د خلکو ته به يي روغتیايي خدمات  وړاندې کول.

د ویلو ده چې  پدې مرکز ددینه وړاندې په کراتو  د اسد رژیم او روسي ځواکونو لخوا  بریدونه شوي وو. په وروستي برید کې  ډیر زیات  زیان  لیدلی  او د فعالیت لویه برخه يي  دریدلې  ده .  

امریکايي ځواکونو  د سرې میاشتې په مرکز  د برید په اړه څه ندي ویلي. دا لومړی ځل ندی چې  امریکايي ځواکونه  د سرې میاشتې په څیر  په مرستندویه  مرکزونو بریدونه کوي.

امریکا  ددینه وړاندې په افغانستان کې  د بې پولو ډاکټرانو  په روغتون برید کړی وو چې له امله يي د ډاکټرانو او روغتیايي پرسونل په ګډون په لسګونو تنو بې ګناه انسانانو ژوند د لاسه ورکړی وو.


پيوندونه: #امریکا , #سوریه

اړوند خبرونه