په استانه کې د سوریې د جوړجاړي په موخه د سولې مذاکرات پایته ورسیدل.
په قزاقستان کې د سوریې د سولې د مذاکراتو په پای کې ترکیې، روسیې او ایران د ضمانت کوونکو هیوادونو په توګه ګډ پریکړه لیک خپور کړ.
د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د سوریې د جوړجاړي په موخه د سولې مذاکرات پایته ورسیدل.
د نوموړو مذاکراتو په پای کې ترکیې، روسیې او ایران د ضمانت کوونکو هیوادونو په توګه ګډ پریکړه لیک خپور کړ.
ترکیې ، روسیې او ایران په سوریه کې د تیر کال د دسمبر په ۳۰ مه نیټه د اعلان شوي اوربند د څار په موخه د یو ګډ میکانیزم د جوړولو پریکړه وکړه.
په قزاقستان کې د سوریې د سولې د مذاکراتو پریکړه لیک د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر قیرات عبدالرحمانوف لخوا ولوستل شوه.
په پریکړه کې لیک کې راغلي دي چې ترکیې، روسیې او ایران په سوریه کې د اعلان شوي اوربند نه د څار په خاطر د ګډ میکانیزم د جوړولو پریکړه وکړه.
دا هیوادونه غواړي چې ددې سره په سوریه کې اعلان شوی اوربند لا په ښه توګه تطبیق کړي.
په پریکړه لیک کې ترکیې ، روسیې او ایران په ګډه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د عسکري لارو څخه د سوریې د روانې ستونزې حل ناشونی دی . همداشان یادو شوو هیوادونو په نړۍوالې ټولنې د سوریې په اړه د ملګروملتونو د امینت شورا د ۲۲۵۴ شمیره پریکړه لیک نه د ملاتړ کولو غږ کړی دی.
همداشان په پریکړه کې راغلي دي چې درې واړه ضمانت کوونکي هیوادونه په جینیوا کې د سوریې د سولې په مذاکراتو کې د مخالفو ډلو د ګډون پلوي کوي او د مخالفو ډلو او ترهګرو ډلو ترمنځه د توپیر غوښتنه کوي.
ترکېې، روسیې او ایران د سوریې ارضي تمامیت ته د پوره درناوي ژمنه وکړه.
درې واړو هیوادونو په سوریه کې د ترهګرۍ پر وړانډې د ګډې مبارزې ژمنه وکړه . نوموړو هیوادونو په استانه کې د سوریې د سولې د مذاکراتو په اهمیت هم ټینګار وکړ.