په استانه کې د سوریې د سولې مذاکرات پیل شول
د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د سوریې د سولې مذاکرات پیل شول.
د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د سوریې د سولې مذاکرات پیل شول.
د ویلو ده چې دا مذاکرات د ترکیې او روسیې په مشرۍ او د ایران ، امریکا متحده ایالتونو، اسد رژیم او مخالفو ډلو د استازو په ګډون پيل شول.
په سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې د درولو په خاطر د ترکیې او روسیې په مشرۍ په جګړه کې ښکیلې خواوې په استانه کې سره راټول شوي دي.
پدې مذاکراتو کې د سوریې د مخالو ډلو په استازیتوب ۱۴ کسیز هیت ګډون کړی دی.
د ویلو ده چې پدې هیت کې د فلق الشام، جیش العزت ، جیش النصر، شهدالاسلام ، جیش المجاهدین ، اجنادالشام، تجمع الفستقیم، البجهه الشامیه، جیش الادلیب الحور، جیش الاسلام او الجبهه الجنوبیه د مخالفو ډلو استازي ګډون لري.
همداشان پدې غونډه کې د ترکیې ، روسیې، ایران، امریکا، ملګروملتونو سرمنشي ځانګړي استازي هم ګډون کړی دی .
ترکیې او روسیې د غونډې نه د مثبتې نتیجې د اخیستو په خاطر زیاتو هیوادونو ته بلنه نده ورکړې.
پدې غونډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت د سر سلاکار مرستیال سادات اونال، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حسین جبیري انصاري، په قزاقستان کې د امریکا سفیر او د سوریې لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ګډون کړی دی.
په غونډه کې د هر څه مخکې د اوربند د سرغړونو په اړه خبرې کیږي.
سوري مخالفین د اسد رژیم او د هغوې د پلوي بهرنیو اورپکو لخوا د اوربند ترسره شوي سرغړونې یو یو د غونډې ګډون کوونکو ته وړاندې کوي.
همداشان ن مخالفین به پدې غونډه کې د اسد د رژیم او د هغوې د پلوي بهرنیو اورپکو نه چې د تیر کال د دسمبر په ۳۰ مه د اوربند د ټینګیدو نه وروسته يي ځیني سیمې نیولي دي او په ښکاره توګه يي د اوربند نه سرغړونه کړې ده د یادو شوو سیمو نه د په شا کیدو غوښتنه وکړي.
د اسد رژیم او د هغوې پلوي بهرنیو اورپکو د هیواد په ګوټ ګوټ کې د اوربند نه سرغړونې کړي دي.
د بله پلوه دا لومړی ځل دی چې د اسد رژیم مخالفین ټول په یو غږ پدې مذاکراتو کې ګډون کوي. دا لومړی ځل دی چې د سوري مخالفینو د عسکري ډلو استازي په مذاکراتو کې ګډون کوي.
دا غونډه به ۲۴ ساعته دوام وکړي. تمه کیږي چې د غونډې نه مثبتې پایلې ترلاسه شي.