د عراق او سوريې په هېوادونو كې روان حالات

د تېر يو كال راهيسې د عراق د مركزي حكومت او تركيې ترمېنځ اړيكې ترينګلې وې چې تېره اونۍ لومړي وزير بنعلي ييلدرم بغداد ته رسمي سفر ترسره كړ.

655219
د عراق او سوريې په هېوادونو كې روان حالات

 

 

 

د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تېر يو كال راهيسې د موصل په مربوطاتو كې د بعشيقه په سيمه كې د تركي سرتېرو د ځاى پر ځاى كېدو له امله اړيكې ترينګلې وې. د همدې امله لومړي وزير بنعلي ييلدرم د ۲۰۱۷م كال لومړنۍ رسمي ليدنه له بغداده ترسره كړه. ييلدرم په بغداد كې د خپل عراق سيال حيدر العبادي، په عراق كې د تركمنې جبهې د مشر او د كركوك د خلكو د استازي ارشاد صالحي او په شمال كې د سيمه ايزې ادارې د لومړي وزير مسعود برزاني سره جلا جلا ليدنې وكړې. دا ليدنې په سيمه كې د اسراييلو او روسيې سره د تركيې د اړيكو د نورمالېدو وروسته تر ټولو مهمه ډيپلوماټيكه لاسته راوړنه بلل كيږي.

په ۲۰۰۳م كال كې پر عراق باندې د امريكا تر يرغل وروسته د تركيې سره ددې هېواد اړيكې كله ښه او كله هم ترينګلې وې. په ۲۰۱۴م كال كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د يو هوكړه ليك په ترڅ كې تركي ځواكونو د موصل د ښار په مربوطاتو كې د داعش پر وړاندې د سيمه ايز ځواك د روزنې په موخه يوه هډه جوړه كړه. په ۲۰۱۵م كال كې پدې نظامي هډه كې د سرتېرو د شمېرې د زياتولو په پايله كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړيكې ترينګلې شوې. 

له بغداده د لومړي وزير ليدنه پدې شرايطو ځانګړى اهميت لري. دواړو هېوادونو د بعشيقه د نظامي هډې په اړه سلا مشورې وكړې. عراقي حكومت وعده وكړه چې د پې كا كا په ترهګرې ډلې به فشار راوړي چې د سينجار له سيمې په شا شي. پې كا كا غواړي چې د سينجار په سيمه كې خپل كمپونه جوړ كړي.  دا د تركيې لپاره ځانګړى اهميت لري.

 

تركيه له اوږدې مودې راهيسې د پې كا كا، داعش او د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې  (FETÖ)  په ګډون د لسګونو ترهګرو ډلو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه كوي. د ټولو خنډونو سره سره په سوريه كې د فرات د سپر عمليات په برياليتوب سره مخ پر وړاندې روان دي.

ددې عملياتو په چوكاټ كې د تركيې په سوېلي سرحد كې د سوريې په خاوره كې د جرابلس سيمه په لسو ورځو كې او د دابق سيمه چې د داعش د ترهګرې ډلې لپاره ځانګړى اهميت لري په يوه ورځ كې ونيول شوه. د همدې امله د تركيې د وسله والو ځواكونو په ملاتړ د آزادې سوريې د اوردو لخوا د ترسره شوو عملياتو په اړه د نړيوالې ټولنې امېدونه هم زيات شول. پدې لړ كې د الباب د ښار د نيولو په موخه هم هلې ځلې روانې دي. دا په داسې حال كې ده چې د الباب د ښارګوټي نيول دومره هم آسانه نه دي. الباب چې په اصل كې د سوريې د حلب د ښار يوه ولسوالۍ ده د جرابلس او دابق د سيمو په پرتله ډېر زيات نفوس لري او د څو كلونو راهيسې د داعش د ترهګرې ډلې په لاس كې ده. د تركيې وسله وال پوځ او د آزادې سوريې اوردو د الباب ښار د شپږو بېلابېلو سيمو نه محاصره كړى دى خو د ستراتيژيكي پلانونو له مخې يې يوه برخه همداسې پرې ايښې ده. پدې عملياتو كې د وسله وال پوځ سربېره د آزادې سوريې د اوردو ځواكونه او د تركمنانو لواګانې چې مشري يې د فراس پاشا پر غاړه ده، ګډون كوي.

دا عمليات په سيمه كې د ژمي د موسم د سختو شرايطو او همداراز په الباب كې د ملكي وګړو د تلفاتو د مخنيوي په موخه په آرامه توګه دوام لري. سربېره داعش په سيمه كې د بلې هرې جبهې په پرتله لا زيات مقاومت كوي. د داعش پر وړاندې د نړيوال ايتلاف او د بشار اسد د ځواكونو عمليات هم په ټپه ولاړ دي. د همدې امله داعش خپله ټوله پاملرنه الباب ته اړولې ده. د تركيې جمهوريت يواځينى هېواد دى چې په يواځې ځان د داعش سره مبارزه كوي. د لوېديځې مېډيا خبريالان او يو شمېر ډيپلوماټانو چې پخوا پر تركيې تور لګولى وو چې د داعش سره همكاري كوي، اوس بايد له تركان بښنه وغواړي. د نظامي سرچينو د معلوماتو له مخې په الباب كې اوسمهال شاوخوا ۳۰۰ ځانمرګي بريدګر د بريدونو لپاره تيار دي. سربېره پر دې داعش له ملكي وګړو هم د ژوندي سپر په توګه ګټه اخلي.

ددې ټولو سره سره الباب به د وسله وال پوځ په ملاتړ د آزادې سوريې د اوردو لخوا ونيول شي. كه چېرې دا عمليات بريالي شي نو داعش به د سوريې په شمال كې نور هم تر فشار لاندې راشي. سربېره پر دې به پې كا كا او په سوريه كې د څانګې واى پي جي هغه نقشه هم په اوبو لاهو شي چې غوښتل يې د سوريې په شمال كې د كردانو خپلواك دولت رامنځته كړي. همدا راز د الباب د نيول كېدو وروسته به د منبج، رقه او افرين په سيمو كې د تركيې مخه خلاصه شي.

د رژيم ځواكونو ته د حلب د سپارلو په برخه كې د تركيې ډيپلوماټيك خنډ هم د الباب د نيولو په د سوريې د سياست په ډګر كې يو ځل بيا پياوړې شي.

د يادولو وړ ده چې د سوريې په شمال كې د پې كا كا ترهګره ډله او په سوريه كې ددې ډلې څانګه واى پي جي همدا اوس د افرين او منبېج سيمې تر خپل كنترول لاندې لري. دا سيمې د تركيې د بهرني سياست په برخه كې لوى ګواښ دى. د الباب د نيول كېدو وروسته تركيه دوه لارې لري. لومړى دا چې د وسله وال پوځ په ملاتړ د آزادې سوريې د اوردو لخوا په منبيج او افرين كې د پې كا كا سره مخامخ نښتې پيل شي او دويمه لار يې بيا د وسلې د كارولو پر ځاى ډيپلوماټيكې خبرې اترې وشي. په دواړو لارو كې بايد تركيه د امريكا د متحدو ايالتونو سره د خبرو اترو مېز ته كيني. ځكه چې د منبيج په سيمه كې د امريكا سرتيري ځاى پر ځاى شوي دي. همداراز هغه ترهګر چې د منبيج واك يې په لاس كې دى، په سوريه كې د داعش پر وړاندې د امريكا تر ټولو نږدې متفقين هم دي. امريكا پدې برخه كې پخوا ځينې وعدې كړې وې.  كه چېرې دا وعدې پر ځاى شي نو په سيمه كې به د پې كا كا ترهګر د امريكا له مرستې محرومه شي. خو دا هم مهمه ده چې امريكا به په خپلو كړو وعدو ودريږي او كه نه.

اوسمهال په سوريه كې د داعش د پلازمېنې رقه د ښار د نيولو په موخه د امريكا او تركيې په ګډون عمليات درېدېدلي دي. ددې پر ځاى امريكا غواړي چې د رقه د ښار له لوېديځه د داعش پر وړاندې نوې جبهه پرانيزي. ددې جبهې موخه هم د رقه د خلاصون په عملياتو كې د تركيې مخه نيول دي. ځكه په سيمه كې د تركيې – امريكا د ګډو عملياتو وړانديز د اوباما د ادارې لخوا رد شوى وو.

د تركيې – روسيې – ايران ترمېنځ د سوريې په اړه  د تړون له مخې ددې هېواد په شمال كې د ديموكراتيك فدراسيون او خپلواكۍ تر نامه لاندې د هر ډول كړنو مخه نيسي. د درې واړو هېوادونو دا تړون سبب شو چې د امريكا او اروپايي هېوادونو په ګډون لوېديځ له سيمې تجريد شي.

 



اړوند خبرونه