د ترکیې  او عراق ترمنځه په اړیکو  کې  نوې  پاڼه  پرانیستل کیږي.

د ترکیې نه عراق ته د دریو کلونو نه وروسته د لومړي‌ ځل لپاره په لوړه کچه سفر کیږي

646320
د ترکیې  او عراق ترمنځه په اړیکو  کې  نوې  پاڼه  پرانیستل کیږي.

د ترکیې  او عراق ترمنځه په اړیکو  کې  نوې  پاڼه  پرانیستل کیږي.

د ترکیې  لومړی وزیر بنعلي‌ ییلدرم  د دوه ورځني‌ رسمي‌ سفر په ترڅ کې  عراق ته لاړ.

د لومړي‌ وزیر  ییلدرم  نه  د  بغداد په نړۍوال هوايي ډګر کې  د عراق د اوبو د چارو وزیر حسن هاني‌الجنابي ، په بغداد کې د ترکیې  سفیر فاورق قیماقچي او په انقره کې د عراق سفیر هاشم علاوي  لخوا د رسمي‌ مراسمو په ترڅ کې هر کلی وشو.

د ویلو ده چې  د لومړي‌ وزیر ییلدرم  سره پدې سفر کې  د ملي‌ دفاع وزیر فکري‌ اشق، د انرژۍ او طبعي‌ زیرمو وزیر برات البیرق، د ګمرک او سوداګرۍ وزیر بولنت توفنګچي او د پوهنې وزیر عصمت یلمز ملګرتیا کوي.

د ترکیې نه عراق  ته  د دریو کلونو نه وروسته  د لومړي‌ ځل لپاره  په لوړه کچه  سفر ترسره کیږي.

لومړی وزیر ییلدرم  به  د خپل دې سفر په ترڅ‌ کې د ترکیې او عراق ترمنځه په عالي‌ کچه د ستراتیژیکو همکاریو د شورا په دریمه غونډه کې هم ګډون وکړي. غونډه به د ترکیې او عراق د لومړي‌ وزیرانو په مشرۍ ترسره شي.

لومړی وزیر ییلدرم به په عراق کې  د خپلو لیدونو کتنو په ترڅ کې د نوموړي‌ هیواد د ولسمشر  فواد معصوم، د پارلمان ریس سلیم جبوري، د بعضو سیاسي‌ ګوندونو مشرانو، قومي‌ مشرانو او د عراق د ترکمنانو د استازو سره لیدنې وکړي.

پدې  لیدونو کې  به  د سیمې  د استقرار، ثبات او امنیت په خاطر  په همکاریو او  اوچتیدونکو  مهمو ګامونو خبرې وشي.

همداشان  لومړی وزیر ییلدرم به د عراقي‌ چارواکیو سره  د پې کاکا، داعش او فتح الله ګولن ترهګریزو سازمانونو  پر خلاف د ګډې مبارزې چې دواړو هیوادونو امنیت ته جدي‌ ګواښونه مخامخ کړي‌ خبرې وکړي.

همداشان  ددې سفر په ترڅ‌ کې به د دواړو هیوادونو ترمنځه د انرژۍ او  ترانسپورت په برخو کې د همکاریو د کچې  په لا لوړولو  خبرې وشي.

لومړی وزیر ییلدرم  به په بغداد کې د رسمي‌ لیدونو کتنو نه وروسته  د عراق د اربیل ښار ته سفر وکړي.

لومړی وزیر به په اربیل ښار کې  د عراق په شمال کې د سیمه ایزې ادارې  د مشر مسعود برزاني، او لومړي‌ وزیر نیچیروان برزاني‌ سره  لیدنې وکړي.

پدې لیدونو کې به هم  د ترهګرۍ پر وړاندې  د مبارزې  او اقتصادي‌ مسلو په اړه خبرې وشي. 

د یادولو وړ  ده چې  د عراق او ترکیې  ترمنځه  د عراق د بعشیقه په سیمه کې  د ترکي‌ ځواکونو  د موجودیت په اړه  بعضې  ستونزې  پيدا شوې وې چې وروسته حل شوې.

ددې سفر سره به د دواړو هیوادونو  ترمنځه په اړیکو کې  نوې پاڼه پرانیستل شي.


پيوندونه: #عراق , #ترکیه

اړوند خبرونه