داعش  ترهګرې  ډلې  د سوریې د حلب په ښار کې  ستر قتل عام وکړ.

د داعش لخوا قتل عامونه دوام لري

646484
داعش  ترهګرې  ډلې  د سوریې د حلب په ښار کې  ستر قتل عام وکړ.

داعش  ترهګرې  ډلې  د سوریې د حلب په ښار کې  ستر قتل عام وکړ.

داعش ترهګرې ډلې  د سوریې  په شمال کې د حلب ښار  د اعزاز  په ولسوالۍ کې  د محکمې په ودانۍ د موټر  پر مټ  ځانمرګی برید وکړ .

د سیمې  د ملکي‌ خوندیتوب د ادارې  یو تن چارواکي‌ ایاز شیخ رازوق  خبري‌ رسنیو ته وویل چې  داعش ترهګرې ډلې  د اعزاز په ولسوالۍ کې  چې د مخالفینو تر کنټرول لاندې  ده  د محکمې د ودانۍ ترڅنګ  د موټر پر مټ  ځانمرګی برید وکړ چې په پایله کې  ۶۰ تنه مړه او څه باندې ۵۰ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې چاودنې  په سیمه کې  ډیر زیات تخریبات  رامنځته کړي‌ دي. د بله پلوه  د یادې شوې ولسوالۍ د روغتون یو تن ډاکټر  ابو حسن  خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  په پیښه کې څه باندې  ۶۰ تنه مړه او تر ۵۰ ډیر کسان  ټپیان شوي‌ دي.

د پیښې د ټپیانو نه  ۲۳ تنه  د تداوۍ په موخه  ترکیې ته راوړل شوي‌ دي. د چاودنې نه وروسته  یو زیات شمیر امبولانسونه  سیمې ته  واستول شول  او ټپیان د ترکیې روغتونونو ته  راانتقال کړې شول.

ځیني‌ عیني‌ شاهدانو ویلي‌  دي‌ چې داعش  ترهګرې ډلې  دا برید  د تیلو نه د ډک  یو ټانکر لارۍ سره  کړې دی. چاودنه  د ترکیې  پولو ته  نږدې  شوې ده . د ویلو ده چې  چاودنه  دومره  زوروره  وه  چې  غږ  يي  په ترکیه کې هم  اوریدل شوی دی.


پيوندونه: #سوریه , #داعش , #چاودنه

اړوند خبرونه