د داعش ترهګرې ډلې ته ملا ماتوونکی ګوزار ورکړ شو
د داعش د مهمو مشرانو نه یو تن ووژل شو
د داعش ترهګرې ډلې ته ملا ماتوونکی ګوزار ورکړ شو
د داعش ترهګرې ډلې د مهمو څیرو نه ابو جندل هم ووژل شو.
د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي ځواکونو قومندانۍ د دسمبر په ۲۶ مه نیټه د ایتلافي ځواکونو په هوايي برید کې د داعش ترهګرې ډلې د مشرانو نه د ابو جندل الکویټي د وژل کیدو نه خبر ورکړ .
د امریکا د مرکزي ځواکونو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د داعش ترهګرې ډلې د جګړې د شورا غړی او د مهمو مشرانو نه ابو جندل الکویټې د دسمبر په ۲۶ مه نیټه د سوریې د رقه ښار کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ابو جندل د داعش لخوا د پالمیرا تاریخي سیمې د بیرته نیولو په مسله کې ډیر مهم او رغنده رول درلود. داعش نوموړې سیمه د ابو جندل په مشرۍ په جګړه کې ونیوله.
همداشان ابو جندل په سوریه کې د کوردي ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې هم ډیر مهم رول درلود. هغه د ځانمرګیو بریدونو، لاسي بمونو ، چاودیدونکو توکو او کیمیايي وسلو د کارونې اصلي لارښوونکی وو.