فلسطین اسراییل د جزا نړۍوالې محکمې ته د راکاږولو غوښتنه کوي
په فلسطین کې ټولو سیاسي ډلو د اسراییلو پر خلاف د جزا نړۍوالې محکمه کې د اقامه دعوا کولو غوښتنه وکړه
په فلسطین کې ټولو سیاسي ډلو په ګډه د جزا په نړۍواله محکمه کې د اسراییلو پر خلاف اقامه د دعوا کولو غږ وکړ. فلسطیني ډلو ویلي دي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا په اسراییلو د فلسطین په خاوره کې هر څه ژر د ټولو ساختماني چارو د درولو په اړه پریکړه کړې خو اسراییل اوس هم د کورونو جوړولو لړۍ ته دوام ورکوي.
په اسراییلو د لا زیات فشار راوستو په خاطر باید مسله د جزا نړۍوالې محکمې ته انتقال کړی شي.
په فلسطین کې د الفتحې، حماس، اسلامي جهاد او د ملي او اسلامي یووالي د ځواکونو په څیر په لسګونو سیاسي ډلو په ګډه اعلامیه خپره کړه .
فلسطیني ډلو په خپره کړې اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې « د اسراییلو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړې د عملي کولو په خاطر باید په نړۍواله کچه هلې ځلې وشي.
په اعلامیه کې راغلي دي چې د اسراییلو لخوا په فلسطیني خاور کې په ناقانونه توګه د کورونو جوړول په اصل کې د فلسطین د خلکو پر وړاندې روان جنګي جنایت دی. د همدې امله د اسراییلو پر خلاف باید د جزا په نړۍواله محکمه کې اقامه د دعوا وشي. د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه د عملي کولو په خاطر باید د جزا نړۍوالې محکمې ته هم مراجعه وشي.
د بله پلوه په امریکا کې د نوي ټاکل شوي ولسمشر او موجود ولسمشر ترمنځه د امنیت شورا لخوا د اسراییلو په اړه د پریکړې له امله ناندرۍ پيل شوي دي. د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترامب د اسراییلو په اړه د امنیت د شورا د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود.
د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې امریکا متحده ایالتونو د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې د اسراییلو اړوند د پریکړې په اړه ممتنع یا سپینه رایه وکاروله.
د امریکا دې دریځ د اسرییلو سخت غبرګون پارولی دی. د اسراییلو لومړي وزیر په تل ابیب کې د امریکا سفیر احضار کې او سخت غبرګون يي وښود.