حوثي یاغیانو یو ځل بیا د یمن نه په سعودي عربستان راکټي بریدونه وکړل.
د یمن نه په سعودي عربستان راکټي بریدونه وشول
636983
حوثي یاغیانو یو ځل بیا د یمن نه په سعودي عربستان راکټي بریدونه وکړل.
د سعودي عربستان د ملي خوندیتوب د ادارې ویاند یحیی القحتاني خبري رسنیو ته وویل چې د یمن لخوا راتول شوي راکټونه د هیواد د جیزان په ولایت کې په یو کور لګیدلي دي. هغه وویل چې پدې پیښه کې دوه تنه ملکي وکړي ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا پیښه پرون د جمعې ورځ په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوه.
همداشان د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې پدې پيښه کې یو ورور او خور ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده د تیرې یوې میاشتې راهیسې دا لومړی ځل دی د یمن د خاورې نه په سعودي عربستان راکټي بریدونه کیږي.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه اخیستی ندی خو د سعودي عربستان سرحدي ځواکونو د برید پړه په حوثي یاغیانو اچولې ده .